د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په افغانستان کې د يو ترهګريز بريد په نسبت يوه اعلاميه خپره کړه او د مړه شويو کسانو کورنيو او افغان حکومت ته يې خواخوږي او همداردي څرګنده کړه.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، د امنيت شورا غړي هېوادونه دا بيا تائيدوي چې هر ډول ترهګري نړيوالې سولې او امنيت ته ګواښ دی. د ترهګريزو بريدونو طرحه کوونکو، ملاتړ کوونکو او بريدګرو ته دې سخته سزا ورکړي. ټول هېوادونه بايد د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د پريکړه ليکونو سره سم خپله دنده پر غاړه واخلي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په عرض د افغانستان په شمول د اړوندو هېوادونو له حکومتونو سره مرسته وکړي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د غزني ولايت پوليسو د اکتوبر په ۱۷مه نېټه وويل، چې د دغه ولايت اندړو ولسوالۍ پر يوې ودانۍ او د تلاشۍ پر پوستې بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵تنه ووژل شول او ۱۲تنه نور ټپيان شول. د افغانستان طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه واخيسته. په همدې ورځ طالبانو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د پوليسو پر روزنيز مرکز باندې بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه پنځوسو تنو ته مرګژوبله واوښته. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |