CRI Online

چين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه سره د فلسطين مسئله حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-19 16:00:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي هئيت لنډمهال شارژدافر وو های تاو د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د منځني ختيځ د حالاتو او د فلسطين د مسئلې په باب د امنيت شورا علني بحث کې په وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه توګه د فلسطين مسئله حل کړي.

وو های تاو وويل، د فلسطين مسئله له څو کلونو راهيسې پاتې شوې ده چې د منځني ختيځ د مسئلې عمده موضوع ده او د سيمې اصلي مسئله ده. فلسطين او اسرائيل ګاونډي هېوادونه دي چې په غم او ښادي کې سره شريک دي، د ډيالوګ په وسيله د فلسطين مسئلې د سياسي حل په اړه سلامشوره او چټکول د فلسطيني خلکو له بنسټيزو ګټو سره برابر دي او د سيمې د دايمي سولې او ثبات لپاره ګټور دي.

وو های تاو وويل، چين د فلسطيني خلکو د عادلانو چارو کلک ملاتړکوونکی دی او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې په باب فعال منځګړی دی. چين له دې لايحې څخه کلک ملاتړ کوي چې په ۱۹۶۷ کال کې د ټاکل شوي سرحد په بنسټ، د ختيځ بيت المقدس په پلازمېنه، پوره حاکميت لرونکی او خپلواک فلسطين جوړ شي. چين به د فلسطين د مسئلې د حل په باب د څلورو نظريو له مخې په دوامداره توګه له بېلابېلو خواوو سره هڅه وکړي تر څو د فلسطين مسئلې د سياسي حل بهير چټک شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای