CRI Online

په بهر کې د چينايانو خبري رسنۍ د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس راپور ته ډېرې پاملرنې کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-19 17:07:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په ۱۸مه نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. دغه کانګرس نه يوازی د چينايانو لپاره ستر اهميت لري، بلکې په ګرده نړۍ کې د اوسېدونکو چينايانو لپاره ډېر د پاملرنې وړ دی. په بهر کې د چينايانو خبري رسنيو زيات خبريالان چين ته راغلي او په بېجينګ کې د چين د پرمختګ او ابادۍ حالت او د شتمنې ټولنې د پوره ودانولو او د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د نوې بڼې د جوړولو په اړه د چين د کمونيست ګوند کلکه اراده خپروي.

د جرمني د اروپا نوې ورځپاڼې عمومي ايډيټر فان شوان يو ډېر تجربه لرونکی خبريال دی چې څه باندې شل کاله يې کار کړی، هغه د عمومي منشي شي جين پينګ لخوا د وړاندی شوي راپور تر اورېدو وروسته وويل، دغه راپور نه يوازی د يو واکمن ګوند د ځان بشپړولو، ځان کنټرولولو او ځان پرمختګ لپاره پروګرام دی، بلکې د هېواد ادارې لپاره يوه جدي ستراتيژي هم ده. نوموړي وويل، په نورو هېوادونو کې اوسيدونکي چينايان، په بهر کې د چينايانو سوداګرۍ، نړيوال سياست او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په شمول ځيني موضوعات د ده د خپرونې عمده ټکي دي. هغه وويل

(( چين دا څرګندونه کړې ده چې په بهر کې به د اوسېدونکو چينايانو ته لا زياتې ګټې ورسوي، تر وسې پورې به دوي ته اقتصادي امتيازي حقونه ورکړي او د دوي هر کلی کوي چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو تر وړانديز لاندې د کار لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي. دا د دغو چينايانو اوسېدونکو لپاره ډېر د پاملرنې وړ ده. دوهم، څرنګه چې په بهر کې له خپل هېواد سره د چينايانو مينه ډېره لوړه ده، نو د شي جين پينګ په راپور کې د هېواد د يووالي د ساتلو ټينګه اراده زموږ لوستونکو ته خپره کړي. برسيره پر دې، په بهر کې د چين هنر او کلتور خپرېدا هم زموږ د خپرونې يوه مهمه برخه ده. ))

ښاغلي فان شوان وويل، که څه هم د جرمني د اروپا نوې ورځپاڼه د چينې ژبې ورځپاڼه ده، خو لوستونکي يې ځايي اروپايان هم شته. نو هغه به د انسانانو د ګډ برخليک د جوړولو او په سوله ييزه توګه د ګډ ژوند د پنځو اصولو په اړه د چين د کمونيست ګوند نظريې له اروپايي لوستونکو سره شريکې کړي تر څو دوی پوه شي چې چين په هېڅوجه د زورواکۍ غوښتنې نه غوره کوي. دغه راز به د چين د پياوړتيا په اړه د ځينو بهرنيانو خړپړ احساسات لرې شي.

په امريکا کې د چيني الاصله بهرنيانو د ورځپاڼې عمومي ايډيټر ليو شياو دونګ په همدې ورځ يوه مقاله وليکله چې عنوان يې و، د شتمنې ټولنې د پوره جوړولو لپاره مبارزه کېږي، شي جين پينګ د چين د سل کلنه غښتلتيا او شتمنۍ په اړه اميد څرګند کړ. هغه په دې مقاله کې ليکلي، د شتمنې ټولنې د پوره جوړولو لپاره د مبارزې پلان ډېر مشخص دی، نه يوازی دايمي موخې ټاکل شوې بلکې مرحله يزې موخې هم ټاکل شوې دي. دغه پلان به چينايان او چيني الاصله بهرنيان وهڅوي چې ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

د چين او جاپان د نوې ورځپاڼې مشر ليو چنګ وويل، د عمومي منشي شي جين پينګ راپور ډېر هڅوونکی دی او پکې ځينې نوې نظريې وړاندې شوي دي. ده وويل

(( اوس نړيوال اقتصاد کمزوری دی، د چين لخوا وړاندې شوې موخې مخکښې دي. باور لرم چې چين به د دغو نظريو له مخې يو پياوړی هېواد ودان کړي او د چين اميد به عملي کړي. موږ به د چيني امېد د عملي کېدو په اړه د چين تګلارې او نظريې په نورو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو ته معرفي کړو، د شتمنې ټولنې له پوره جوړولو څخه په بنسټيزه توګه عصري کېدو او د يو سوسياليستي غښتلي هېواد د ابادولو بهير به زموږ لوستونکو ته په څرګنده توګه بيان کړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای