CRI Online

چين په افغانستان کې د شويو بريدونو سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-19 17:32:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو جارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين د افغانستان په وروستيو بريدونو کې د مرګ ژوبلې له امله ډېره حيرانتيا څرګندوي او د بريدونو سخته غندنه کوي.

د خبر له مخې، د افغانستان وسلوالو طالبانو د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه په زياتو ولايتونو کې بريدونه وکړل چې له امله يې لږ تر لږه ۷۱ تنه وژل شوي او نژدې ۱۷۰ تنه ټپيان شوي دي.

لو کانګ وويل، چين د سختې مرګ ژوبلې له امله حيرانتيا څرګندوي، د بريدونو سخته غندنه کوي، د مړو شويو کسانو په اړه خواشيني څرګندوي او ټپيانو او د مړو شويو کسانو خپلوانو ته همدردي څرګندوي.

هغه وويل، چې چين په افغانستان کې د شخړو سختوالي ته پاملرنه کوي او د دې هېواد له مختلفو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د افغانانو په مشرۍ د ملي روغې جوړې فعال ملاتړ وکړي او پکې ګډون وکړي، او په ګډه ملي سوله او پرمختګ وساتي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای