CRI Online

د افغانستان پر يوې پوځي اډې بريد وشو

cri     (GMT+08:00) 2017-10-19 19:15:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د پنجشبې په ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې د کندهار ولايت يوه پوځي اډه د همدې ورځې په سهار وختی د وسلوالو له بريد سره مخامخ شوه چې له امله يې ۴۳ عسکر وژل شوي، ۹ تنه ټپيان شوي او ۶ تنه ورک دي.

د دفاع وزات له خوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، وسلوالو د همدې ورځې په ۲ بجو ۵۰ دقيقو د کندهار ښار په لويديځ پر يوې پوځي اډې بريد وکړ. په بريد کې ۱۰ وسلوال ووژل شول.

افغان طالبانو د دې پېښې مسئوليت پر غاړه اخيستی او و يې ويل چې د وژل شويو سرتيرو شمېر له ۶۰ نه زيات زيات دی، او وسلوالو له بريد وروسته له اډې څخه مهمات او وسلې نيولې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای