د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۹مې نيټې په سهار د دغه ګوند د ۱۹م ملي کانګرس تر چوکاټ لاندې د ګوی جو ولايت پلاوي په بحث کې د ګډون پر وخت پر دې ټينګار وکړ چې د ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په رپوټ کې د ګوندي او دولتي چارو پرمختيايي لوری روښانه شوی دی چې دا د ګوند لخوا په نوې زمانه کې د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو په لارښوونې سره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي چارو د پرمختګ عملي تګلاره ده. موږ بايد نوې زمانې ته د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم د ننوتلو نوې مفکورې، د چين دننه د عمده ټولنيز تضاد د بدلولو نوی خصوصيت، د دوو ګامونو په پورته کولو سره د سوسياليستي معاصر هېواد د د پوره ابادۍ په اړه نوې موخه او د ګوندي ابادۍ نوې غوښتنې په جدي توګه زده کړو او د ټولو خلکو هڅونه به وکړو چې په يووالي سره په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم پرمخ بوزي.
ښاغلي شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه: د چين ځانګړتيالرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی چې دا د هېواد د پرمختګ نوی تاريخي لوری دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |