CRI Online

نړيواله ټولنه د چين کمونيست ګوند ستايي چې په ټيڼګه، پوره او جدي توګه يې د ګوندي غړو اداره کړې او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 11:29:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په ۱۸مه نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ په خپل راپور کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به په ټينګه، پوره او جدي توګه د ګوندي غړو ادارې ته دوام ورکړي او په دوامداره توګه به د چين د کمونيست ګوند د واکمنۍ توان او لارښوونکې سويه لوړه کړي.

نړيوالې ټولنې وويل، د ګوندي غړو د پوهاوي او جدي ادارې په اړه د چين د کمونيست ګوند تجربې د بېلا بېلو هېوادونو د سياسي ګوندونو لپاره د زده کړې وړ دي.

د سربيا ولسمشر او د دې هېواد د پرمختللي ګوند رئيس اليکساندر وشيکی وويل، په پوره او جدي توګه د ګوندي غړو اداره د چين د کمونيست ګوند تر لارښوونې لاندې د چيني ملت د بياابادۍ د عملي کېدو لپاره مهم نبسټ دی او د چين د کمونيست ګوند د لارښوونې واک ته يې مهم ځواک برابر کړی دی.

د چين په اړه د ترکيې کارپوه محمد ميسوت اکتسجی وويل، د چين کمونيست ګوند په ټينګ هوډ له فساد سره سخته مبارزه کړې او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. دغه راز دوی د وګړيو اعتماد لوړ کړی، ثبات يې ساتلی او اصلاحات يې هڅولي دي.

د هند د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي سترم يچورې چې هميشه يې د چين د کمونيست ګوند ته پاملرنې کړې، وويل، د چين کمونيست ګوند په ټينګه ، پوره او جدي توګه د ګوندي غړو اداره کړې او پر جدي سياسي انضباطو او نظامونو يې ټينګار کړی، دا د چين د کمونيست ګوند په داخل کې او د چين په سياسي ژوند کې د يو لړ فعالو بدلونونو سبب دی. له دې امله يې د ګوندي غړو او عامو وګړيو ترمنځ اړيکې نورې هم نږدې شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای