CRI Online

چيني لوبغاړو د مهارتونو په نړيواله سيالۍ کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 15:14:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مهارتونو ۴۴مه نړيواله سيالی د اکتوبر په ۱۹مه نيټه د عربي متحده اماراتو په پلازمينه ابوظبي کې پای ته ورسېده. ۵۲ چيني لوبغاړو چې منځني عمرونه يې ۲۱ کاله دی، ۱۵ طلايي مډالونه، ۷ نقره يي مډالونه او ۸ برونزي مډالونه تر لاسه کړي دي. د چين ډلې د طلايي مډال په ليست کې لومړی مقام نيولی او په تاريخ کې يې تر ټولو ښه برياليتوب تر لاسه کړی دی.

د چيني پلاوي مشر جانګ لي شين له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، دا د مهارتونو په نړيوالو سياليو کې د چين لخوا تر لاسه شوې نوې لاسته راوړنې دي. د چين لوبغاړو د سيالۍ په ټولو شپږو برخو کې طلايي مډالونه تر لاسه کړي چې نړۍ ته يې د چين د مهارتونو د پرمختګ عمومي توان او د چين د ځوانو کارګرو غښتلي مهارتونه څرګند کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای