CRI Online

د ځينو هېوادونو مشرانو، سياسي ګوندونو او سازمانونو د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 15:18:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په ۱۸مه نيټه پرانيستل شو، د ځينو هېوادونو مشرانو، سياسي ګوندونو او سازمانونو دغه کانګرس ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي.

د ميانمر ولسمشر اوتين کيو، د نيايجريا ولسمشر محمد بوهري، د سنيګال ولسمشر ماکی سال او د موريتانيا ولسمشر محمد اولد عبدل عزيز د مبارکۍ په پيغامونو کې د دې کانګرس د پرانيستنې په اړه عمومي منشي شي جين پينګ او چينايانو ته د زړه له کومې مبارکي ويلي دي. دوی ويلي، چين به د دې کانګرس په نوې پيل سره د هېواد د راتلونکي پرمختګ نوې پاڼه پرانيزي او د چينايانو هيله به عملي کړي.

د قزاقستان د روښانې لارې په نوم د ډيموکراتيک ګوند مرکزي کمېټې د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، د چين د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې تر لاسه شوي برياليتوبونه د چين د کمونيست ګوند د سمې لارښوونې نتيجه ده.

د هند د ملي ګوند رئيسې سونيا ګندهي د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، دغه کانګرس د شتمنې ټولنې د پوره جوړونې لپاره د چين د مبارزې د پايې په موده کې يوه مهمه غونډه ده، هند د چين د کمونيست ګوند مرکزي کمېټې ته نيکې هيلې څرګندوي چې دغه کانګرس به په برياليتوب سره ترسره شي.

د روسيې د ازاد او ډيموکراتيک ګوند رئيس ولدنير ريرينوسکي د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چين په نړيوال ډګر کې لوړ حيثيت لري او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د لرې کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. د چين د کمونيست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې ټاکل شوې موخه به هرومرو عملي شي. (هيله)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای