CRI Online

شينجيانګ به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه خپله جوړونه چټکه کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 15:44:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس استازي او د شينجيانګ د سانجي د هوی قوم خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې رئيس شرهتي اخان د اکتوبر په ۱۹مه نيټه په بېجينګ کې وويل، شينجيانګ به د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې فرصت په کارولو سره د عمومي منشي شي جين پينګ له غوښتنو سره سم د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه خپله جوړونه چټکه کړي.

په همدې ورځ خبري رسنيو ته د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس په اړه د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې پلاوي د پرانيستې فعاليت ترسره شو او د اتياوو کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو څه باندې يو سلو شل خبريالان يې راجلب کړی. د يو پاکستاني خبريال پوښتنې ته د ځواب په وخت کې شرهتي اخان وويل، مرکزي حکومت شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند مرکزي سيمه وټاکله چې د شينجيانګ پرمختګ لپاره يې ډېر ګټور فرصت ورکړی دی. شينجيانګ به د دې فرصت په کارولو سره خپله جوړونه چټکه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای