CRI Online

په لبنان کې د م م د انتقالي پوځ قوماندان د چين سوله ساتونکی روغتون وستايه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 15:45:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په لبنان کې د م م د انتقالي پوځ قوماندان ميکل بيری د اکتوبر په ۱۹مه نيټه په لبنان کې د چين د سوله ساتونکي روغتون د عمومي طبي ودانۍ د بشپړېدو په مراسمو کې وويل، د چين روغتون د لبنان د جنوبي سيمې د سولې د ساتلو لپاره مهم رول لوبولی دی.

نوموړي د م م د انتقالي پوځ په استازيتوب د چيني روغتون ټولو کارکوونکو ته توده مبارکي وويله. هغه د چين د دې روغتون برياليتوب منلی او و يې ويل، دغه روغتون د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې له جوړېدو راهيسې، تر وسې پورې د ناروغانو او ټپيانو لپاره خدمتونه ترسره کړي او د م م د انتقالي پوځ باور او ستاينه يې تر لاسه کړې ده.

د چين ۱۵مه سوله ساتونکې طبي ډله د روان کال په مې کې لبنان ته ورسېده او تر اوسه پورې يې د څه باندې ۱۵۰۰ تنو لپاره طبي خدمتونه ترسره کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای