CRI Online

د بېجينګ د ۲۰۲۲کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو لپاره د جمنازيمونو جوړونه په پوره توګه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 16:11:56

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس استازي او د بېجينګ د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو د اجراييوي کميټې مرستيال رئيس جانګ جيان دونګ د اکتوبر په ۱۹مه نيټه په بېجينګ کې وويل، د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو لپاره د جمنازيمونو او بنسټيزو تاسيساتو جوړونه په پوره توګه پيل شوې ده او د جمنازيمونو پروژې به تر ۲۰۱۹ کال پورې بشپړې شي. د دغو لوبو لپاره به د بېجينګ په ښار، د يان چينګ اطرافي سيمه کې او د هه بې ولايت په جانګ جيا کو ښار کې د سيالۍ درې سيمې وټاکلې شي.

نوموړي وويل، د دغو لوبو د سيالۍ د ضمانت کارونه په منظمه توګه روان دي او اړوند ارګانونه به د بېجينګ او جانګ جيا کو د ايکولوژيکي چاپېريال د ښه والي لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای