د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هه پينګ فانګ جو په نوم د چين د سمندري پوځ بېړۍ چې د همغږي ماموريت -۲۰۱۷ دنده پر غاړه لري، د اکتوبر په ۱۹مه نيټه د انګولا لوندا بندر ته ورسېده چې له انګولا څخه يې په اته ورځني سفر پيل وکړ او طبي درملنې به هم برابرې کړي.
انګولا د دې طبي بېړۍ د هر کلي لپاره درانه مراسم ترسره کړل. په انګولا کې د چين لوی سفير څوی ای مين او د چين د سفارت کارکوونکو، د انګولا سمندري پوځ او په دې هېواد کې د چيني ارګانونو او د اوسېدونکو چينايانو استازو په ټم ځای کې د دې بېړۍ هر کلی وکړ.
د سفر په ترڅ کې به د دې بېړۍ لارښوونکي ګوان بو لين به د انګولا د پوځ د لوی درستيز او د سمندري پوځ د مرستيال قوماندان په شمول د انګولا له ځينو مامورينو سره وګوري. د انګولا مامورين او په انګولا کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيران به له دې طبی بېړۍ څخه ليدنه وکړي او يا اړوند طبي خدمتونه به ومني. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |