CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس رئيسه ډلې دوهمه غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 19:11:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس رئيسه ډلې د اکتوبر د شلمې نېټې له غرمې وروسته په ولسي تالار کې دوهمه غونډه تر سره کړه.

شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

په دې غونډه کې دا تصويب شوه چې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کميټې د راپور پريکړه ليک (مسوده)، د دسپلين د څارنې د ۱۸ مې مرکزي کميټې کاري راپور پريکړه ليک (مسوده) او د چين د کمونېست ګوند د اساسنامې مسودې د څارلو او منظورولو پريکړه ليک( مسوده) د بېلا بېلو پلاويو بحثونه ته وړاندې کيږي.

په دې غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کميټې د غړو، متناوبو غړو او د دسپلين څارنې د مرکزي کميټې د غړو د نوماندانو پېشنهادي لست تصويب شو، دغه لست بېلا بېلو پلاويو ته وړاندی شوی.

په دې غونډه کې د ټاکنو لارې چارې د پلاويو له خوا له بحث وروسته تصويب شوې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای