CRI Online

بهرنيو مشرانو، سياسي ګوندونو او سازمانونو د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته د مبارکۍ پېغامونه وليږل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 21:05:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د زياتو هېوادونو مشرانو، سياسي ګوندونو او سازمانونو په دې وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته د مبارکۍ پېغامونه وليږل.

د ترکيې د عدالت او پرمختګ ګوند مشر او ولسمشر رجب تيب ايردوګان په خپل پېغام کې وويل، چې دغه غونډه به نړيوالو ته د چين له خوا د پرمختګ په اړه د ټينګې ارادې د څرګندولو نمونوي غونډه وګرځي. چينايان د دوو سل کلنو موخو او د چيني خوب د پوره کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي هڅه کوي، ترکيه هيله لري چې په دې بهير کې له چين سره هراړخيزه همکاري وکړي.

په پنجاب کې د پاکستان د مسلم ليګ (ن) مشر او د پنجاب ايالت لومړي وزير محمد شهباز شريف د مبارکۍ په پېغام کې وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې يوه مهمه برخه ده او د چين د کمونېست ګوند دا مفکوره څرګندوي چې پر ورخلاصون ټينګار کوي او د نړيوالې ټولنې نورو زياتو غړو ته د چين د اقتصادي پرمختګ ګټې شريکوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای