CRI Online

د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د نړيوالو خبري رسنيو پاملرنې راجلب کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 09:32:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له تېرو څو ورځو راهيسې د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د نړيوالو خبري رسنيو د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. د ۳۹ عمده نړيوالو خبري رسنيو د ابتدايي شمېرنې له مخې، د اکتوبر د ۱۸مې نېټې له پيل څخه د همدې شپې تر اتو بجو او دوولسو دقيقو پورې يادو خبري رسنيو په انګليسي ژبه د دغه کانګرس په اړه څه باندې څلور سوه مقالې او خبرونه خپاره کړي دي. د دې ترڅنګ د څه باندې ۱۲۰ بهرنيو خبري ويبپاڼو لخوا کابو شپږ زره مقالې او خبرونه خپاره شوي دي.

د پاکستان د کتونکو ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په سرمقاله کې ليکلي چې د اقتصاد او ساينس او تخنيک په برخو کې د چين قوت په چټکه توګه قوي شوی دی او په چين کې د ټولنې د ادارې په اړه يو عصري او معاصر سيستم جوړ شوی دی. د چين لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه د چين د کمونېست ګوند په لارښوونې پورې او د چينايانو په يووالي او کوښښونو پورې نژدې اړه لري.

د بريټانيې د رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، که دا خبره ده چې پنځه کاله مخکې د ښاغلي شي جين پينګ لخوا د چين اميد يوازې ابتدايې بڼه درلوده، خو پنځه کاله وروسته يعنې نن ورځ د ده په راپور کې د دغه اميد د تر سره کولو په هکله مشخصه لايحه طرحه شوې ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت اژانس د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په خپله مقاله کې ليکلي چې دغه کانګرس د نړۍ پاملرنې راجلب کړي. نړۍ نه يوازې د چين د ليدو وړ برياليتوبونه ګوري، بلکې هيله لري چې په نوې زمانه کې چين د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې لا زياتې لاسته راوړنې ولري. چيني ځانګړتيالرونکې پرمختيايي لاره به د اقتصاد د نړيوال کېدو په پروسه کې يوه نمونه وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای