CRI Online

د م م سرمنشي افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 10:22:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م منشي انټونيو ګوټريس د اکتوبر په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره افغانستان کې د دوو ځانمرګو بريدونو غندنه وکړه چې په همدې ورځ تر سره شوې.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې ښاغلی ګوټريس د افغانستان له خلکو او حکومت څخه ملاتړ کوي او د مړو شويو کسانو کورنيو سره يې ژوره خواخوږي څرګنده کړې او هيله يې ښودلې چې ټپيان ژر جوړ شي. بريدګرو او طرحه کوونکو ته دې ژر سزا ورکړل شي، زور زياتی دې ختم شي او ډيالوګ دې پيل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای