CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس دوهمه خبري ناسته جوړه شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 13:15:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په شلمه نېټه د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز کې د دغه کانګرس په اړه دوهمه خبري ناسته جوړه شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د اطلاعاتو څانګې مشر سون جي جون، د دغه ګوند د مرکزي کميټې د مدنيت څانګې مرستيال شيا وي دونګ، د چين د کولتور وزارت مرستيال شيانګ جاو لون او د چين د اطلاعاتو، نشراتي چارو، راډيوګانو، فلمونو او ټلويزيونونو دولتي رياست مرستيال جانګ هونګ سن د دغه کانګرس د استازو په حيث د چين د افکارو، اخلاقو او کولتور د ابادۍ په اړه معلومات شريک کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

ښاغلي شيا وي دونګ وويل، د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د مفکورو په ساحه کې د دغه ګوند د نوښت يوه نښه دا ده چې د نوې زمانې لپاره د ښاغلي شي جين پينګ لخوا چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي مفکوره رامنځته شوې ده. دغه راز، د مفکورو او اخلاقو ابادي يې هم د ليدو وړ ده چې قوانين او اخلاق د هېواد د ادارې په سيستم کې يو له بل سره اړيکې لري.

په نړۍ کې د چين د بڼې د ښکلې کېدو د يادونې په وخت کې ښاغلي سون جي جيون وويل، چې د پيچلو نړيوالو اوضاعو په وړاندې، چين د خپل هېواد د حالاتو له مخې پرمختيايي لاره پيدا کوي او د دې ترڅنګ يې د اقتصاد سالم پرمختګ، د ټولنې پوره ترقي او د خلکو ژوند ښه والی موندلی دی. چين د يوه مسؤلانه او ستر هېواد په توګه د يو کمربند او يوې لارې او د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې په شمول يو لړ مهم وړانديزونه وړاندې کړي او د نړۍ د ادارۍ په برخه کې يې خپلې لايحې او خدمتونه هم وړاندی کړي دي. چين د چينايانو او بهرنيانو او د چيني او بهرنيو خبري رسنيو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې نژدې کړي، کولتوري خدمتي سوداګري يې پياوړې کړې او د چين ښه بڼه يې څرګنده کړې ده.

د معلوماتو له مخې، څه باندې ۲۹۰ چيني او بهرنيو خبريالانو په دغه ناسته کې ګډون درلود.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای