CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په مطبوعاتي مرکز کې د نوښت پر بنسټ د پرمختګ د پياوړتيا تر عنوان لاندې ډله ييزې مرکې تر سره شوې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 13:16:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په شلمه نېټه د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په مطبوعاتي مرکز کې د نوښت پر بنسټ د پرمختګ د پياوړتيا تر عنوان لاندې ډله ييزې مرکې تر سره شوې دي. د چين د ساينس او تخنيک وزارت مرستيال وانګ جي ګانګ او د چين د علمي اکاډمۍ څيړونکي وانګ شيو جي په شمول پنځو استازو د چيني او بهرنيو خبريالانو له ګډو مرکو سره وکړې.

ښاغلي وانګ جي ګانګ وويل، چې د دغه ګوند اتلسم ملي کانګرس د هېواد د پرمختګ د مرکزيت په توګه د ساينس او تخنيک نوښت ته اهميت ورکړی دی او د نوښت پر نبسټ د پرمختګ د پياوړتيا ستراتېژي يې طرحه کړې ده چې له امله يې د ساينس او تخنيک په ساحه کې يو لړ د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

ښاغلي لو جيان جون وويل، ساينس او تخنيک لومړی توليدي توان دی او نوښت لومړی خوځنده ځواک دی. دا د عصري اقتصادي سيستم ستراتېژيک بنسټ دی. د ساينس او تخنيک په نوښت کې استعداد لرونکي کسان تر ټولو مهم عنصر دی، نو حکومت بايد د نوښت لپاره د استعداد لرونکو کسانو لپاره ښه زمينه برابره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای