CRI Online

د منځنۍ اسيا د هېوادونو خبري رسنيو د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته پاملرنې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-22 14:20:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس اوس په بېجينګ کې روان دی. دغه کانګرس د قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان په شمول د منځنۍ اسيا د هېوادونو د خبري رسنيو پاملرنې راجلبې کړې دي.

د قزاقستان دولتي اژانس په کړۍ ورځ کې د دغه کانګرس په اړه مقالې خپرې کړې او د دغه کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې د عمومي منشي شي جين پينګ راپور ته يې ډېره پاملرنه کړې ده. د دغه اژانس خبريالانو په خپلو راپورتاژونو کې څو څو ځله د ښاغلي شي خبرې خپرې کړې او په عمده توګه د چيني ځانګړتيالرونکي ډيپلوماسۍ، د چين د عمده اجتماعي تضاد بدلون، تر ۲۰۲۰کال پورې د چين پرمختيايي لايحې او د ډيجيټل چين او هښيارې ټولنې جوړولو ته پاملرنې کړې دي.

د ازبکستان خبري رسنۍازډيلي هم د دغه کانګرس په اړه مشخص خبرونه خپاره کړل. دغه راز، د تاجکستان د اويستا اژانس په خپله مقاله کې ليکلي چې دغه کانګرس د چمتووالي په بهير کې د ګردې نړۍ پاملرنې راجلبې کړې دي او له ۱۸۰۰ تنو نه زيات بهرني خبريالان بېجينګ ته تللي دي. له دې څخه څرګندېږي چې په نړيواله ټولنه کې د چين اغيزې ګام په ګام پراخېږي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای