CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس استازو په کرهنيزو چارو کې د ساينس او تخنيک د نوښت په اړه معلومات شريک کړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-22 15:28:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په کرهنيزو چارو کې د ساينس او تخنيک د نوښت په اړه ډله ييزه مرکه د اکتوبر د ۲۱مې نېټې په ماښام د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په مطبوعاتي مرکز کې تر سره شوه. د تانګ جون هوا، هه جونګ هو، وي لينګ لينګ، شي يو جون او لينګ جي هه په شمول پنځو استازو د خبريالانو ډله ييزه مرکه ومنله او د يادو موضوعاتو په اړه يې معلومات شريک کړل.

کرهنيزو بازارونو ته د توليداتو د برابرولو په برخه کې د اصلاحاتو د پياوړتيا په هکله د ساينس او تخنيک د رول د يادونې په وخت کې ښاغلي تانګ هوا جون وويل، چې کرهنيزو بازارونو ته د توليداتو د برابرولو په ساحه کې د اصلاحاتو پر وړاندې بايد درې مسئلې ليرې شي. لومړی، بايد د بازارونو د اړتياوو سره سم د غوښتنې او برابرونې ترمنځ د اړيکو همغږي وشي. دوهم، بايد د کرهنيزو توليداتو د کيفيت او ګټې په لوړولو سره د بزګرانو عايدات لوړ شي. درېيم، بايد د توليدي طرزونو د ترميمولو له لارې د سيالۍ قوت پياوړی شي. هغه وويل، چې په يادو دريو برخو کې ساينس او تخنيک مهم رول لوبولی دی او لوبوي يې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای