پر ځایي وخت د روانې میاشتې د ۲۳ مې نیټې د سهار تر ۳ بجو پوری د جاپان د ۴۸ دورې د استازیو شورا په انتخاباتو کې د لیبرال دېموکراتیک ګوند او کومیتو ګوند په ګډون واکمن اتحاد دوه په درېیمه برخه څوکۍ یعنی ۳۱۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي. د رایو د اوسنۍ شمیرنې له مخې د استازیو شورا په ټولو ۴۶۵ څوکيو کې یوازی لیبرال دېموکراتیک ګوند څه دپاسه نیمه برخه یعنی ۲۸۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي او کومیتو ګوند ۲۹ څوکۍ هم ګټلي دي. د جاپان صدراعظم شینزو ابی د سپتمبر په ۲۸ نیټه د ۱۹۴ مې دورې د لنډمهالي پارلمان د استازیو شورا د غونډې جوړولو په ترڅ کې د دغې شورا منحل اعلان کړی و.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |