CRI Online

ايران د نشه يي توکو د قاچاق يوه نړيواله شبکه ويجاړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 08:58:07

د ايران اژانس خبر ورکړ چې د ايران د سيستان بلوچستان ولايت د اسخباراتو ادارې د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې د نشه يي توکو د قاچاق يوه نړيواله شبکه يي ويجاړه کړه.

د دې خبر له مخې، د ايران د اسخباراتو ځواکونو د دې ولايت د سراوان ښار ته ورڅېرمه د دې شبکې وسله وال ونيول چې د نشه يي توکو د قاچاق کار يې کاوه او دوه اعشاريه شپږ ټنه اپين يې تر لاسه کړل.

سراوان ښار پاکستان ته نژدې د سيستان بلوچستان ولايت يو سرحدي ښار دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای