د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلیرسون چې اوس ریاض ته په خپل سفر بوخت دی، د روانې میاشتې په ۲۲ نیټه وویل چې امریکا غواړي سعودي عربستان او عراق دوه لوي سیمه ییز هیوادونه په ګډه د سیمې امنیت او ثبات وساتي.
تیلیرسون په همدې ورځ د یادو دواړو هیوادونو د همغږي کمیټې په لومړۍ غونډه کې چې د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود او د عراق د صدراعظم حیدر العباد له خوا یې مشري کیده، ګډون وکړ. تیلیر شون وویل چې له دغې غونډې څخه څرګندیږي چې د دواړو هیوادونو اړیکې د ښه کیدو په حال کې دي او د همکارۍ ستر قوت هم لري. امریکا چمتو ده چې دوی ته مرسته او ملاتړ برابر کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |