د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ نظريې د نړيوالې ټولنې ډېرې پاملرنې راجلب کړې.
د مصر د سوداګريزې ټولنې سرمنشي الله ييز وويل، چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته رسېدلی، نو د شين جين پينګ دغه نظريه رامنځته شوې. د چين پرمختګ د چين د کمونيست ګوند د نظريې له نوښت پرته نه کېږي.
د روسيې د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې رئيس ګيندي زيوګانوف وويل، د چين کمونيست ګوند د نظريې پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. د نظريې نوښت په وسيله يې د هېواد د ادارې لپاره لارښوونې کړې او کوي يې چې د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي، د اقتصاد، سياست او ملي دفاع په ځينو برخو کې د چين توان په پر له پسې توګه لوړ شوی دی.
د ماليزيا د سين چيو ډيلی ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين کمونيست ګوند د سوسياليستی عصري پياوړي هېواد د جوړولو او د چيني ملت د بياابادۍ پلانونه ټاکلي دي، د دغو موخو د عملي کولو لپاره چين بايد د خپلې لارې، نظريې، نظام او کلتور په هکله باور پياوړی کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |