د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان شبه نظامي اردو د اکتوبر په ۲۲مه نيټه وويل، په دې وروستيو کې يې په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د يوې نوې ترهګريزې ډلې مشر وژلی.
د پاکستان د شبه نظامي اردو مامور کول فيصل وويل، دوی مالومات تر لاسه کړي چې ياده ترهګريزه ډله د يو لوی بريد په طرحه بوخته وه، نو دوی د اکتوبر په ۲۱مه نيټه اړوند عمليات ترسره کړل او اته ترهګر يې وژلي چې پکې د دې ډلې مشر عبدالله هاشمي شامل دی. د هاشمي مرستيال په شمول څو تنه ترهګر تښتېدلي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |