CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس د پلاويو غونډې په دوامداره توګه ترسره شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 10:51:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۲مه نيټه د چين د کمونيست ګوند د بېلا بېلو پلاويو غونډې په دوامداره توګه ترسره شوې.

د دغه کانګرس مطبوعاتی مرکز په مې دي يا هوټل کې يوه خبري ناسته جوړه کړه. د چين د ښوونې وزير چن باور شنګ، د ملکي چارو وزير هوانګ شو شيان، د بشري سرچينو او ټولنيز ضمانت وزير ين وې مين، د هستوګنی، کليوالۍ او ښار جوړونې وزير وانګ منګ هوی او د چين د روغتيا او د کورني پلان د دفتر مشر لي بين خبريالانو ته د چينايانو د نويو هيلو د عملي کولو او د وګړيو د ژوند په اړه د کارونو د ښه والي حالات بيان کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

برسيره پر دې، دغه مطبوعاتي مرکز دوې ډله ييزې مرکې ترسره کړې چې عنوانونه يې وو، د ښوونې عمومي اصلاحات او د چيني ځانګړتيا لرونکي پوځ د پياوړتيا بهير کې کلک ګام پورته شوی دی. (هيله )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای