CRI Online

د بې دو په نوم لارښوونکی سیستم ملیونونو وګړو ته ګټې رسولي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 10:59:05

د بې دو په نوم لارښوونکی سیستم ملیونونو وګړو ته ګټې رسولي دي

د چین د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس غړې او د ملي دفاع د ساینس او تخنیکي پوهنتون د دیجیتل ساینس او پروژو پوهنځي پروفیسرې وانګ فۍ شیوی د روانې میاشتې په ۲۲ نیټه په بیجینګ کې وویل چې د بې دو په نوم لارښوونکی سیستم په رنګارنګ لارو چارو کې کارول شوی او ملیونونو وګړو ته یې ګټې رسولي دي.

هغې وویل چې کلونه راهیسي موږ داسی دود لرو چې د سپوږمکۍ په لارښوونکي سیستم سره موټرونه چلوو. په دې وروستیو کلونو کې د ژوند ځینی فیشنونه مثلاً د موبایلونو په وسیله انترنټي پلورنه او اخیستنه، چټک پوست، موټر ریزرف او شریک بایسکلونه او داسی نور. د سپوږمکۍ لارښوونکی سیستم ورسره د دقیق ځای او وخت خدمت برابروي. هغې زیاته کړه چې ساینس کلیدي جنګي توان هم دی. په دې برخه کې ساینس او څیړنه باید د هیواد او پوځ له سترو اړتیاوو سره هم سمون وخوري.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای