CRI Online

د خليج بحران د له منځه وړلو وخت زارسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 11:23:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تليرسون چې اوس له قطر څخه په ليدنه بوخت دی، د اکتوبر په ۲۲مه نيټه وويل، د خليج بحران د له منځه وړلو وخت رارسېدلی دی.

نوموړي په همدې ورځ له قطري سيال محمد بن عبدالراحمن سره په يوه خبري ناسته کې وويل، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره همغږې کړې او پر دې يې ټينګار کړی چې د خليج بحران د له منځه وړلو وخت رارسېدلی دی.

محمد وويل، قطر پر دې ټينګار کوي چې د خپل هېواد تګلارو ته بې له زيان او له نړيوالو قوانينو څخه بې له سرغړونې پر بنسټ به له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي.

تليرسون سعودي عربستان ته تر سفر وروسته له قطر څخه ليدنه کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای