CRI Online

چين به د ګردې کرې لپاره نوي خدمتونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 17:17:00


شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې دې ته اشاره کړې چې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی، دا د چين د پرمختګ نوی تاريخی مسير دی. اوس مهمه خبره دا ده چې چين به په راتلونکي کې څنګه پر نړۍ اغېزې ولري؟

د روان کال په اګست کې د فرانسې يو معلوماتي ارګان د چين، امريکا، بريتانيا او جاپان په شمول په شپږ ويشتو کې يوه ساروي تر سره کړه، د دې ساروې د نتيجې له مخې، اوه اتيا سلنه چينايان د خپل وطن د راتلونکي پرمختګ په اړه خوشبينه رويه لري چې دا شمېر د نورو برخوالو هېوادونو په نسبت زيات دی. زياتو بهرنيو خبري رسنيو ياده سروې د خبرونو سرټکو کې ياده کړه چې دا د نړيوال پرمختګ لپاره مثبت ځواب دی.

د روسيې د ساينسي علومو اکاډمۍ د ليري ختيځ څېړنيزې څانګې د مشر سيرګي لوزيانين په اند د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم د اقتصادي پرمختيايي لارې د نوښت او نړيوالې همکارۍ په برخه کې د چين د تر لاسه شويو برياليتوبونو سبب دی، د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې جوړ شوی ستراتيژيکي ترتيبات او پلانونه د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې نمونه ده.

(( د چين انکشافي شکل نه يوازې د چين له ګړندۍ ودې او بشپړتيا سره تړاو لري، بلکې د نورو هېوادونو او خلکو لپاره د اقتصادي عصري کېدو په برخه کې ګټورې نمونې او تجربې برابرې کړي دي. ))

د نړۍ په وړاندې د تجارت ملاتړ پالنې، له نړيوال کېدو سره د مخالفت او د پوپيوليسزم په شمول د ننګونو پر ضد، د چين کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د ګډې سوداګرې، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اړه د نړيوالې ادارې پر مفکورې ټينګار کړی او د دولتي دروازې په پرانيستلو د ابادۍ، د نړيوالو همکاريزو اړيکو د ټينګوالي او د انساني برخليک د ګډې ټولنې د جوړونې په شمول بهرنۍ تګلارې يې وړاندې کړې دي. د استراليا د نيو ساوت وېلس پوهنتون د مشر مرستيال لاوري پيارسي وويل،چې د چين ځواب به نور هېوادونه وهڅوي چې د نړيوال کېدو په بهير کې ګډون وکړي.

د هند د جواهرلال نهرو پوهنتون کې د چیني چارو کارپوه ډاکټر دييپاک وايي چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس نه يوازی د راتلونکي پرمختګ لپاره پلان کښلی دی بلکې اړوند واقعی تدبيرونه يې جوړ کړي دي. د چين پرمختګ او سمسورتيا به د نړۍ په ګټه وي. هغه وويل:

يادو موخو ته د چین رسیدل به نه یوازی چین ته ګټې ورسوي بلکې د ګاونډيو هېوادونو ، ځايي سيمې او ټولې نړۍ په ګټه به وي. د چين اوسنی پرمختګ د نړۍ د اقتصادي سيستم د سالم ګرځيدو لپاره ډېر خدمتونه کړي دي بلکې د چین د پرمختګ په بدرګه به زما په اند دغه خدمتونه به نورهم مهم رول ولوبوي.

د دې لپاره چې دايمي سوله، پراخ امنيت، ګډه سمسورتيا، ورخلاصون، پاکه او ښکلې نړۍ جوړه شي، د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس په خپل راپور کې د دېپلوماسۍ، دفاعي تګلارې ، اقتصادي همکارۍ او د يو کمربند او یوې لارې په اړه نړيوالې همکارۍ په اړه يو لړ پيشنهادونه وړاندی کړي دي. د ايتاليا د استازيو شورا مرستیالې ميرمن مارينا سيريني هيله څرګنده کړه چې ايتاليا او چين خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړي او په ګډه د بشري د برخليک ګډ اتحاد اباد کړي. هغې وويل:

د چين کمونېست ګوند په خپل نولسم ملي کانګرس کې پر خپله ستره موخه ټينګار کړی دی يعنی دوه سلیزې موخې : تر ۲۰۲۱ کال پوری د سمسورې ټولنې جوړول او د روانې پېړنۍ تر نيمايي پوری سوسياليستي پياوړی هېواد جوړول . چين به د خپلې موخې د پوره کولو لپاره له نورو سياسي او اقتصادي ګروپونو سره همکاري وکړي. موږ په دوستانه روحيې او شوق ذوق سره د چین پرمختګ ته متوجه يو. موږ باور لرو چې دواړه هېوادونه او خلک به د مساوي سيالۍ او خپلو امتيازونو پر بنسټ ګډې ګټې ولټوي او توپيرونه به حل کړي او تر مناسب شکل لاندی به ګډې هلې ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای