CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسن له افغانستان څخه ناڅاپه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 09:36:28

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسن د اکتوبر په ۲۳مه نېټه له کابل څخه ناڅاپه ليدنه وکړه او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې خبرې اترې وکړې. دا لومړی ځل دی چې ريکس ټيليرسن د امريکا د بهرنيو چارو وزير د دندې له پيل کولو راهيسي له افغانستان نه ليدنه وکړه.

په همدې ورځ په افغانستان کې د امريکا سفارت لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې ټيليرسن په خبرو اترو کې وويل په جنوبي اسيا کې د امريکا له نويو ستراتيژيو څخه څرګنديږي چې امريکا غواړي چې له ترهګريزو ګواښونو سره د مقابلې او په افغانستان کې د سولې د رامنځته کيدو په بهير کې د دغه هېواد د حکومت او د دې سيمې له نورو هېوادونو سره يو ځای ګډ کوښښونه وکړي.

د اعلاميې له مخې دا راغلي چې ولسمشر اشرف غني په خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان حکومت به د اصلاحاتو له لارې د هېواد د امنيت او د خلکو د ګټو وساتي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال د اګست په ۲۱مه نېټه پر افغانستان په هکله نوې ستراتيژۍ خپره کړه چې له مخې يې امريکا به له افغانستان څخه خپل پوځ ونه باسي او امريکايي پوځ به د واقعي حالاتو له مخې پوځي عمليات وټاکي. خو د امريکا د نوې ستراتيژې په هکله د افغاسنتان د بېلا بېلو ټولنو تر منځ د نظريو توپيرونه شتون لري. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه پر دغې نوې ستراتيژۍ نه انتقاد وکړ او دا نظر يې څرګند کړ چې دغه ستراتيژۍ له جګړې سره اړيکې لري، خو د سولې نښه يې نه ده خپره کړې. د ترهګرۍ ضد مبارزو کې د امريکا د ناسمې تګلارې له امله داعش په افغانستان کې لا زيات زيانونه تر سره کړي چې زياتو عادي خلکو ته يې مرګژوبلې اړولې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای