CRI Online

د چين د کمونېست ګوند مطبوعاتي مرکز د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتلو په غرض د سختو ستونزو د ليري کولو دندې د تحقق په عنوان ډله ايزې مرکې تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 11:17:47

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند مطبوعاتي مرکز د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتلو په غرض د سختو ستونزو د ليري کولو دندې د تحقق په عنوان خبري ناسته تر سره کړه چې د فو جيان ولايت د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر جو هوا، د هه بي ولايت د چاپيريال ساتنې ادارې مشر ګاو جيان مين، د لياو نينګ ولايت د چاپيريال د علمي څيړنې انسټيټيوټ مشرې جانګ لي هوا، د هو نان ولايت د جانګ جيا جي ښار د چاپيريال ساتنې د ادارې د چاپيريال د نظارت او څارنې مرکز مشر هوانګ بين او د جيانګ سو ولايت د چاپيريال د نظارت او څارنې مرکز د مشر مرستيال هو ګوان جيو په ګډون د کمونېست ګوندپنځو استازو د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ښاغلي جو هوا د شنه اقتصاد په هکله وويل چې لومړی بايد د شنې اقتصاد پر لور ټينګار وشي او د فو جيان ولايت د شنه پرمختګ په بهير کې د صنعتي چارو په جوړښت کې د ټيټ کاربن په ايستنې سره د انرژيو د بيا استفادې کوونکو چارو د پرمختګ او د ککړتيا لرونکو چارو د توليد انرژيو د کموالي کارونو ته پاملرنه کوي. دويم دا چې بايد د شنه اقتصاد د پرمختګ له لارې خلکو ته پاکې ګټې ورسول شي. دريم دا چې بايد د شنه اقتصاد پر لور ټينګار وشي او د ايکلوژيکې چاپيريال د ساتنې هدفونو د ساتنې نظم جوړ شي او د دغو کارونو اندازه پياړوې شي.

ښاغلي ګاو جيان مين د هوا ککړتيا په هکله وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د هه بې ولايت په عملي، همکاريزه او ټينګه توګه د ککړتيا له منځه وړلو پر کارونو ټينګار کړی او له سرچينو څخه يې د هوا ککړتيا اداره کړی، د واقعي حالت له مخې يې تدبيرونه غوره کړی او د ککړې هوا د ايستنې اندازه پې کمه کړې ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای