CRI Online

د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس په بېجينګ کې پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 14:48:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس د اکتوبر د ۲۴مې نيټې په سهار په بېجينګ کې په برياليتوب سره پای ته ورسېد. د رايه څارونکو تر څارنې لاندې بېلا بېلو ګوندي استازيو بې له خپلو نومونو د رايو په ورکولو سره د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېټه او د ۱۹مې دورې مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټه وټاکلې. د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېټه ۲۰۴ غړي او ۱۷۲ تنه کانديد غړي لري او د ۱۹مې دورې په مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټه کې ۱۳۳ تنه غړي موجود دي.

ور پسې په دغه ملي کانګرس کې د ۱۸مې دورې مرکزي کمېټې د رپوټ، د ۱۸مې دورې مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټې د کاري رپوټ او د چين کمونېست ګوند د مقرراتو تعديل نامې په اړه ۳ مهم پرېکړه ليکونه تصويب شوي دي. په ياد کانګرس کې مختلف استازي په دې اړه يووالي ته رسېدلي چې په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکې سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار له مکسيزم او لېنينيزم، ماو ځه دونګ مفکورې، دنګ شياو پينګ تيورۍ، د ۳ استازيتوب مهمو فکرونو او علمي پرمختيايي نظريې سره يو ځای د چين کمونېست ګوند د عملي لارښوونې په توګه وټاکل شي.

تر دې وروسته عمومي منشي شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای