د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه وويل، د چين د صدراعظم لي که چيانګ په بلنه، د روسيې صدراعظم دميتري مېدويديف به د اکتوبر له ۳۱مې نېټې څخه د نومبر تر ۲مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي. لي که چيانګ به له مېدويديف سره د چين او روسيې ترمنځ د صدراعظمانو ۲۲مه نوبتي غونډه تر سره کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |