د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د سريلانکا، کامرون، نايجر، يوګانډا، تانزانيا او زيمبابوي په شمول د شپږو اسيايي او افريقايي هېوادونو ۱۵ تنه چارواکي چې د غلو دانو د ادارې او تخنيک په اړه دنده لري، د چين د سي چوان ولايت په چنګ دو ښار کې د غلو دانو د زيرمې تخنيک په برخه کې ورزول شول.
دغه روزنه د چين د غلو دانو دولتي رياست او په چين کې د م م د غلو دانو پروګرام نړيوالې څانګې د دفتر لخوا تر سره شوه او موخه يې دا ده چې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا پر بنسټ د غلو دانو د زيرمې او له حاصلاتو نه وروسته د زيانونو د کمښت په برخو کې د پرمختيايي هېوادونو تخنيکونه او تجربې زياتې کړي، په يادو برخو کې د بزګرانو تکنالوژي پياوړې کړي او له بازار سره د بزګرانو تماس نژدی کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |