CRI Online

شي جين پينګ: هرومرو به په جدي توګه پر خپله غاړه دندې او وظيفې تر سره کړو.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 12:30:05

د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډه کې ښاغلي شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي او هان جنګ د ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې د غړيو په توګه ټاکل شوي دي. ښاغلي شي جين پينګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره د کتنې پر وخت د زړه له کومې د ګوند د نوې دورې د مرکزي کمېټې پر نويو مشرانو د ټولو ګوندي غړيو له باور څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې دوی به هرومرو په کار کې زيار وباسي او پر خپله غاړه دندې او وظيفې په جدي توګه تر سره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای