CRI Online

شي جين پينګ: اصلاحات او ورخلاصون په اوسني زمانه کې د چين د برخليک لپاره کليدي اهميت لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 12:58:22

ښاغلي شي جين پينګ چيني او بهرنيو خبريالانو ته وويل، ۲۰۱۸م کال چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰مې کاليزې سره برابر وي. اصلاحات او ورخلاصون په اوسني زمانه کې د چين د برخليک لپاره کليدي اهميت لري. د چين کمونېست ګوند به د تجربو په راغونډولو سره په پر له پسې توګه د هېواد د اداري سيستم او توان د عصري کېدو، د اصلاحاتو د ژورتيا او د ورخلاصون د پراخېدو لپاره هڅې وکړي، تر څو اصلاحات او ورخلاصون يو پر بل پسې پياوړې او همغږي شي. هغه باور څرګند کړ چې د چيني ملت بيا سمسورتيا به د اصلاحاتو او ورخلاصون په جريان کې تر سره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای