CRI Online

شي جين پينګ: د چين کمونېست ګوند به تل د خلکو خدمتګار، د زمانې پيشقدم او د ملت بام وي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 13:26:18

نن ورځ شي جين پينګ چيني او بهرنيو خبري رسنيو ته وويل، چې۲۰۲۱م کال د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۰مې کاليزې سره برابر وي. د چين کمونېست ګوند تل د چيني ملت د سترو چارو لپاره کوښښ کوي، نو سلمه کاليزه ښه او مناسب وخت دی. دغه ګوند تل پر خپلې ارادې ټينګار کوي او تل دې د خلکو د خدمتګار، د زمانې د پيشقدم او د ملت د بام په حيث کار کوي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د ګوند د پوره او جدي ادارې قدمونه به د تل لپاره پورته شي، پاک سياسي چاپېريال به وساتل شي او د دغه ګوند د قوي قوت پر بنسټ به په چيني ټولنه کې د پرمختګ ستر قوت او ځواک راغونډ شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای