CRI Online

شي جين پينګ: تر ۲۰۲۰ کال پورې به په چين کې يوه نسبتاً شتمنه ټولنه بشپړه شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 13:26:34

د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مزکزي کميسيون عمومي منشي شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نيټه له چيني او بهرنيو خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې دغه خبره تکرار کړه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به په چين کې يوه نسبتاً شتمنه ټولنه بشپړه شي. هر کس بايد د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې له ابادۍ څخه برخمن وي او د ګډې شتمنۍ په لار کې به هر يو پاتې نه وي. موږ بايد په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره د بې وزلۍ د له منځه وړلو دنده پوره کړو او خپلې کړې ژمنې تر سره کړو. موږ به پر ښکلي ژوند د خلکو اميد ټينګ ياد کړو، د خلکو په مرکز به پر خپلې پرمختيايي مفکورې ټينګار وکړو، د خلکو ژوند د تامين او ښه والي په اړوندو کارونو کې به کوښښونه وکړو او د خلکو رضايت، نيکمرغي او ډاډمنتيا به پياوړې کړو تر څو ګډې شتمنۍ ته په لار کې ټول خلک په پر له پسې ډول ګامونه چټک کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای