CRI Online

شي جين پينګ: د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو بهير دې پياوړی شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 13:29:02

نن ورځ شي جين پينګ وويل، د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس له پيل راهيسې، د ۱۶۵ هېوادونو ۴۵۲ عمده ګوندونو ۸۵۵ مبارکي پيغامونه او ټلګرامونه رالېږلي دي چې په دې جمله کې ۸۱۴ پيغامونه د بېلا بېلو هېوادونو، حکومتونو، ګوندونو او عمده سازمانونو د مشرانو لخوا رالېږل شوي دي. هغه د دغه ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب ورڅخه صميمانه مننه څرګنده کړه. نوموړي وويل، چې دغه ګوند او چينايان له غمځپلو ستونزو څخه وتلي دي، نو سولې او پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چين خلک پخپل ځان باور لري او درناوی کوي او په ټينګار سره د هېواد حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې ساتي. دغه راز، چينايان به د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو او د بشريت د سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای