CRI Online

د پاکستان صدر اعظم: د هېواد دننه ټول ترهګر به له منځه يوسي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 13:49:06

د سين هو اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدر اعظم شاهد حقان عباسي د اکتوبر په ۲۴مه نيټه د امريکا له خارجه وزير رېکس تيلېرسن سره کتنه وکړه. صدر اعظم عباسي د کتنې په ترڅ کې وويل: پاکستان په دې هڅه کې دی چې د خپل هېواد دننه ټول ترهګران له منځه يوسي او غواړي له امريکا سره د امنيت او اقتصاد په شمول ساحو کې خپلې همکارۍ پياوړې کړي.

د پاکستان د صدر اعظم دفتر په همدې شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې صدر اعظم عباسي د کتنې پر وخت ښاغلي تيلېرسن ته د ترهګرۍ ضد برخه کې او د افغانستان او سيمې د ثبات ساتلو لپاره د پاکستان نيول شوي تدبيرونه او کړي خدمتونه بيان کړي و.

د پاکستان د خارجه وزير، د کورنيو چارو وزير، د دفاع وزير او د ای ايس ای استخباراتي ادارې مشر په شمول څو چارواکيو په ياده کتنه کې ګډون کړی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای