CRI Online

چين د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې څرګندې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او د چين د کمونيست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د ټولنې د هراړخيز پرمختګ په اړه ګډه نظريه څرګنده شوېده

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 14:45:49

د چين نړيوالې راډيو خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس چې تازه پای ته رسېدلی، د مصر د ځينو کارپوهانو پاملرنې راجلب کړې دي. په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د چين لاسته راوړنو دوی ته ژوره خاطره بښلې ده. د چين په اوسنۍ ټولنه کې د عمده توپير په اړه د چين د کمونيست ګوند نوی تعريف دوی ته د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره عمده کارونه ښکار کړي دي.

د مصر د الاهرام ورځپانې پخواني مشر احمد ناګر په اند، د نظارت د جدي ميکانيزم په وسيله، چين په تېرو پنځو کلونو کې د اداري او عامه خدمتي ارګانونو په وړاندې د فساد پر ضد په مبارزې کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. ده وويل

((فساد يعنې حکومتي کارکوونکي د خپلو دندو په بهير کې ځان ته د ګټو راوستلو په خاطر عامو ګټو ته زيانونه رسوي. دغه شان پېښې په هر هېواد کې ليدل کېږي. چين د تګلارو پياوړی اجراييوي ځواک او جدي قانون لري، د فساد پر ضد د مبارزې بهير يې د چين د تګلارو، اقتصاد او ټولنې په شکل کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. شک نشته چې چين بايد په دوامداره توګه د نظارت دغه ميکانيزم ژور کړي چې عامه ګټې وساتي. د مصر د ادارې نظارت څانګې په شمول ارګانونو هم له فساد سره د مقابلې لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. پروا نشته چې د کوم هېواد تجربه، که اغېزمنه تجربه وي، موږ بايد ترې زده کړه وکړو تر څو په دې برخه کې زموږ توان پياوړی شي. ))

احمد ناګر وويل، د سوسياليزم سياسي هيله د ټولنيز عدالت پر بنسټ جوړېږي، نو د چيني ټولنې په بېلا بېلو ساحو کې بايد د عامو ګټو د ساتلو لپاره هڅې ترسره شي چې د فساد پر ضد د مبارزې بهير په دوامداره توګه لا نور ژور شي.

د نولسم ملي کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې عمومي منشي شي جين پينګ په خپل راپور کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې لپاره د نړيوالې همکارۍ د هڅولو په هکله د چين د کمونيست ګوند هيله او اراده بيان کړه. د چين په اړه مصري کارپوه اديل سبری وويل

((اوس چين په دې بوخت دی چې د دوه اړخيزې او څواړخيزې همکارۍ په وسيله د پرمختګ تجربې د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې ګډون کوونکو هېوادونو ته وښيي او له دغو هېوادونو سره مرسته کوي چې په لنډه موده کې پرمختګ او ابادۍ ومومي او په چټک ډول نوې تکنالوژي خپله کړي. د مثال په توګه، چين د صنايعو پرمختګ په اړه خپلې تجربې افريقايي هېوادونو ته ايښودلي چې د نفتو، معدني چارو، کرهڼيزو چارو او اوسپنيزو لارو په شمول د صنعتي چارو د پرمختګ لپاره يې له ځايي حکومتونو او وګړيو سره مرستې کړې چې په دغو پرمختيايي هېوادونو کې د صنايعو او سوداګرۍ پرمختګ عملي شوی او د دغو هېوادونو د وګړيو د ژوند سويه هم لوړه شوې ده. ))

د شي جين پينګ په راپور کې دغه تعريف چې وايي، اوس د چين په ټولنه کې عمده توپير د ښکلي ژوند په اړه د وګړيو د زياتېدونکو اړتياوو او د نابرابر او ناپوره پرمختګ ترمنځ توپير دی. اديل سبری په دې هکله وويل، له دې تعريف څخه د ټولنې د هراړخيز پرمختګ په اړه د چينايانو نوې غوښتنه څرګندېږي. هغه وويل

((اوس چينايان شتمن شوي دي او لا ښکلی ژوند غواړي. په لومړي وخت کې د وګړيو په افکارو کې ځينی لږ بدلونونه رامنځته شوي، اوس دغه غوښتنه ګام په ګام يو تمايل ګرځېدلی دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای