CRI Online

شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د نوي مشرتابه په مشرۍ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره وکتل او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره يې ورسره نوی کاري پلان شريک کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 18:13:20

د چين کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې لومړۍ عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او په دغه غونډه کې د ښاغلي شي جين پينګ په مشرۍ د دغه ګوند د نوې دورې مشران وټاکل شول. ښاغلي شي جين پينګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره د کتنې په ترڅ کې د نوې دورې د مشرتابه په استازيتوب ژمنه وکړه چې دوی به هرومرو په خپلو کارونو کې زيار وباسي او ور پر غاړه دندې او وظيفې به په جدي توګه تر سره کړي. دغه راز، نوموړي له خبريالانو سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دغه ګوند نوی کاري پلان شريک کړ.

د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کميټې د سياسي بيرو په دايمي کميسيون کې اوه غړي شته چې شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي او هان جنګ دي. ښاغلي شي جين پينګ د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه وويل،

د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې په لومړۍ عمومي غونډه کې د دغه ګوند د نوې دورې مشران انتخاب شول. زه په مداومه توګه د دغه ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شوم. دا زما لپاره ستاينه او هڅونه ده. زه د دغه ګوند د نوې دورې مشرتابه په استازيتوب د ګوند د ټولو غړو له باور څخه صميمانه مننه کوم. موږ به په جدي توګه را پر غاړه دندې او وظيفې تر سره کړو.

د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د دغه ګوند نولسم ملي کانګرس پای ته ورسېد او ستر ستراتيژيک نظر يې وړاندې کړ چې چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی. په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار د چين کمونېست ګوند په منشور کې ليکل شوي دي. دغه راز، دغه کانګرس د چين د راتلونکي پرمختګ په اړه هراړخيزې لايحې طرحه کړې دي. ده وويل،

د اوږدې مودې په کوښښونو سره چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی. موږ بايد په نوې زمانه کې نوی حالت ولرو او نوې کړنې تر سره کړو. د دغه ګوند له نولسم ملي کانګرس څخه تر شلم ملي کانګرس پورې يعنې په راتلونکو ۵ کلونو کې به چين د دوو پېړييزو موخو د نښلولو په يوه مهمه تاريخي مرحله کې وي چې لومړۍ پېړييزه موخه به پوره شي او د دوهمې پېړييزې موخې لپاره به اړوند کارونه پيل شي. په دې موده کې ځينې مهم ټکي شته چې دا زموږ د کار لارښوونکي ټکي دي.

ياد ټکي داسې دي: ۲۰۱۸م کال به چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰ مې کليزې سره برابر وي، ۲۰۱۹م کال به د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر وي او ۲۰۲۱م کال به د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۰مې کاليزې سره برابر وي. ښاغلي شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې اصلاحات او ورخلاصون په اوسنۍ زمانه کې د چين د برخليک لپاره کليدي اهميت لري. چين به د تجربو په راغونډولو سره په پر له پسې توګه هراوخيز اصلاحات ژور کړي، ورخلاصون به پراخ کړي، د نوو پرمختيايي افکارو سره سم ټولې چارې به پياوړې کړي، د ګوند او هېواد د ټولو غړو په يووالي سره د نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړولو موخه به تر سره کړي، تر څو هېواد لا سمسور او قوي شي او د چين او ختی ټولې نړۍ خلک ورڅخه ګټه واخلي. ده وويل، 

د چين کمونېست ګوند تل د چيني ملت د سترو چارو لپاره کوښښ کوي، نو سلمه کاليزه ښه او مناسب وخت دی. دغه ګوند په نړۍ کې ډېر لوی ګوند دی، نو بايد سترې دندې پر غاړه واخلي. رښتيا ده چې د چين کمونېست ګوند د چينايانو د ټولنيز انقلاب لارښوونه کولای شي او هم د ګوند د خپل ځان د ستر انتقلاب لارښوونه کولای شي. موږ تل پر خپلې ارادې ټينګار کوو او تل د خلکو د خدمتګار، د زمانې د پيشقدم او د ملت د بام په حيث کار کوو. د ګوند د پوره او جدي ادارې په اړه زموږ قدمونه به د تل لپاره پورته شي، پاک سياسي چاپېريال به وساتل شي او د دغه ګوند د قوي قوت پر بنسټ به په چيني ټولنه کې د پرمختګ ستر قوت او ځواک راغونډ شي.

نوموړي وويل، د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس له پيل راهيسې، د ۱۶۵ هېوادونو څه باندې ۴۵۰ عمده ګوندونو مبارکي پيغامونه او ټلګرامونه رالېږلي دي چې په دې جمله کې څه باندې۸۰۰ پيغامونه د بېلا بېلو هېوادونو، حکومتونو، ګوندونو او عمده سازمانونو د مشرانو لخوا رالېږل شوي دي. هغه د دغه ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب له دوی ټولو څخه صميمانه مننه وکړه. ده وويل،

دغه ګوند او چينايان له غمځپلو ستونزو څخه وتلي دي، نو سولې او پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چين خلک په خپل ځان باور لري او درناوی کوي او په ټينګار سره به د هېواد حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې وساتي. دغه راز، چينايان به د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو او د بشريت د سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره نور کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای