د چین د ګوه مین ګوند رئیس وو دون یي د روانې میاشتې په ۲۵ نیټه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د عمومي منشي په توګه د بیا ټاکنې له امله شي جین پینګ ته د مبارکۍ پیغام ولیږه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه ګوندونه به په مداومه توګه د ۱۹۹۲ کال ګډه موافقه ژوره کړي ، متقابل باور او صادقه همکاري به پیاوړې کړي او د تایوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سولې او پرمختګ نوی حالات به پرانیزي.
په همدې ورځ شي جین پینګ وو دون یي څخه مننه وکړه. د دې ترڅنګ د چین مین ګوند رئیس سونګ چو یو او د شین ګوند رئیس یو مو مینګ هم په جلا جلا توګه شي جین پینګ ته د مبارکۍ پیغامونه وکړل.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |