د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ټايمز د اکتوبر په ۲۵مه نيټه خبر ورکړ، د داعش فرعي څانګې په جوزجان ولايت کې له طالبانو سره څو ورځنۍ جګړه کړې چې له امله يې لږ تر لږه ۵۲ اورپکی وژل شوي دي.
د افغانستان ټايمز د جوزجان ولايت د حکومتي وياند په قول ويلي، د جګړې ځای د دې ولايت په لوېديځ کې په يو کلی و او جګړې تر څلورو ورځو پورې دوام درلود چې پکې ۳۳ طالبان او د داعس ۱۹ غړي وژل شوي دي. برسيره پر دې، ۵ تنه ملکي وګړي هم په شخړه کې ټپيان شوي دي.
د اړوند خبر له مخې، اوس دغه جګړه په پوره توګه نه ده ختمه شوې. داسې انګېدل کېږي چې طالبان د خپلو غړو په راغونډولو بوخت دي او غواړي بيا حمله وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |