CRI Online

شي جين پينګ له ډونالډ ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-26 10:10:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نيټه له امريکايي سيال ډونالډ ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې.

ټرمپ د چين کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس په برياليتوب سره پای ته د رسېدو او د دغه ګوند د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د ټاکل کېدو له امله نوموړي ته يې مبارکي وويله . هغه وويل، د چين کمونيست ګوند دغه کانګرس د نړۍ ډېرې پاملرنې راجلب کړي. زه سترګې په لار يم چې په بېجينګ کې له تاسو سره ليدنه وکړم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په هکله درسره د نظريو تبادله وکړم.

شي جين پينګ وويل، د چين کمونيست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د چين د راتلونکي پرمختګ پلانونه وټاکل شول. د دې کانګرس په راپور کې مې دې ته اشاره کړې چې چين به تل د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار وکړي، د ګډو ګټو پر بنسټ به پرانيستې تګلارې غوره کړي او د لويو هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاري به وهڅوي. هغه پر دې ټينګار وکړ، چين له امريکا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. تاسو به ژر له چين څخه ليدنه وکړئ، سترګې په لار يم چې له تاسو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ پلانونه وټاکم. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای