CRI Online

پوټين د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله شي جين پينګ ته مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2017-10-26 14:36:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۵مه نيټه د روسيې ولسمشر پوټين د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغام وليږه. پوټين په دې پيغام کې ويلي، له دې نتيجې څخه ښکاري چې د شي جين پينګ سياسي حيثيت پوره منل شوی، د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د چټکولو او د چين د نړيوال مقام د ټينګولو په اړه د شي جين پينګ تګلارو پراخې موافقې تر لاسه کړې دي.

پوټين باور څرګند کړی چې په دغه کانګرس کې شوې پرېکړې به د چين او روسيې ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګټورې وي. هغه هيله وښودله چې په بېلا بېلو ساحو کې به له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای