CRI Online

د چين چي جي ګوانګ بحري جهاز د ايټاليا تارتو ته رسيدلی.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-26 16:42:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر د ۲۵ مې نېټې په سهار د چين چي جي ګوانګ بحري جهاز د پنځه ورځنی تګ نه وروسته د ايټاليا تارتو ته رسېدلی او د څلورو ورځو سفر يې پيل کړی دی.

په ايټاليا کې د چين سفارت اتاشه جن شيون،د چين د سفارت کارکوونکو، د ايټاليا سمندري پوځ او په دې هېواد کې د چيني ارګانونو او د اوسېدونکو چينايانو استازو په شمول ۱۵۰ کسانو د بحري بيړيو په ټمځای کې د دې بېړۍ هر کلی وکړ.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای