د سين هوا اژانس د خبر له مخې، تصديو ته د کلتوري نمايش د وړاندې کولو فعاليت چې د کانفوسيوس انسټيټيوټ لخوا يې کوربتوب کېده، د اکتوبر په ۲۵مه نيټه د پاکستان په فيصل اباد سيمه کې د چين د ريلوې انجنيرۍ شرکت د شلمې ډلې د پروژې په ناحيه کې ترسره شو. د چين د جونګ نان قومي پوهنتون هنرمندانو د چين او پاکستان سړک جوړونکو کارګرو ته يوه په زړه پورې ننداره وړاندې کړه. دا لومړی ځل دی چې دغه نمايش په پاکستان کې د چيني تصدۍ د پروژې په ځای کې ترسره شو.
په دې فعاليت کې هنرمندانو ۲۰۰ چيني او پاکستاني کارګرو ته د چين د ملکي سندرو، نڅاوو او وو شو په شمول څه باندې لس پروګرامونه وړاندې کړل او په تودو چکچکو بدرګه شول. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |