د چين خبري اژانس خبريال د اکتوبر په ۲۶مه نيټه د شي ځانګ سيمې د شان نان ښار کلتوري ادارې څخه خبر واخيست چې د دې ادارې او د هو نان ولايت د لرغون پېژندنې او څېړنې د ادارې لخوا جوړ شوې پلټونکې ډلې څو ورځې مخکې د ګوه لا کانګ په نوم کنډواله پيډا کړه. يادې ډلې په دې کنډواله کې ډيوالي انځور پيدا کړ چې په ښه توګه ساتل شوی و. د څېړوونکو په اند، د دغې کنډوالې وداني د نولسمې پېړۍ په شاوخوا وخت کې جوړه شوې چې تر دې دمه کابو ۷۰۰ کاله تير شوي دي.
د شي ځانګ شان نان ښار د چين په جنوب لوېديځ سرحدي سيمه کې پروت دی او له هند او بهوتان سره ګډ سرحد لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |